د علمي مقالو د خپرولو پروسه
۱. د مقالو د ترلاسي طریقه
علمي- څېړنیزې مقاله باید د ټولنیزو علومو ژورنال په ویب پاڼه کې د نوم لیکنې له لارې په انلاین بڼه واستول شي. د مجلې کتنپلاوی او اډېټر، د مقالې د کیفیت په اړه پرېکړه کوي. د ایډيټر او کتنپلاوي تر پرېکړې وروسته، مقاله د تقریظ لپاره دوو تقریظ ورکونکو ته لېږل کیږي.
تقریظ ورکونکي د مقالې تر ارزونې وروسته، خپل نظرونه او اصلاحي وړاندیزونه د انلاین پلټفارم له لارې اډېټر ته وړاندې کوي. اډېټور هم د تقریظ ورکونکو نظرونه له لیکوال سره شریکوي. د لیکوال لخوا تر اصلاح وروسته، اډېټر او کتنپلاوی د مقالې د منلو یا ردولو پرېکړه کوي. که مقالې اړین معیارونه پوره کړي وي، نو د خپراوي لپاره منل کېږي.
۲. د مقالو د ارزونې معیارونه
د علمي مقالې د ارزونې لپاره، لاندې جولیز(شکلي)، منځپانګیز(محتوایي) او ژبني(ادبي) معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
الف. جولیزه(شکلي) کتنه
مقاله باید له جولیز(شکلي) اړخه دا معیارونه ولري.
- علمي- څېړنیزه مقاله باید لنډیز، آروییونه، سریزه، د مسألې بیان، څېړنپوښتنې ، د څېړنې فرضیې، د څېړنې مخینه، څېړندود، د معلوماتو تحلیل، د څېړنې موندنې، مناقشه، پایله او سرچینې ولري.
- د مقالې لنډیز باید له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ کلمو پورې وي.
- آروییونه باید له ۵ څخه تر ۷ وي.
- مقاله باید له ۴۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ کلمو وي.
- د انګلیسي ژبې مقالو د لیک ډول باید Times New Roman وي.
- د مقالې د سرلیک اندازه: ۱۴ بولډ، د مقالې د اصلي برخو سرلیکونه: ۱۲ بولډ، فرعي سرلیکونه: ۱۲ نارمل او په پای کې، د مقالې د متن اندازه ۱۲ نارمل وي.
- د جدولونو او ګرافونو د لیک اندازه باید د مقالې له اصلي متن څخه ۲شمېرې کوچنۍ وي.
- د سرچینو د لړلیک او لمنلیکونو اندازه باید د مقالې له اصلي متن څخه ۲ شمېرې کوچنۍ وي.
- د متن دننه حواله او د سرچینو او مأخذونو د لړلیک جوړول باید د) Vancouver) په طریقه تنظیم شي.
- جدولونه باید په معیاري Vancouver)) بڼه، یعنې درې کرښیز شکل جوړ شي.
- ګرافونه او جدولونه باید د سمون او اصلاح وړتیا ولري او د لوړ کیفیت لرونکي وي.
- د صفحې کچه باید په وړډ کې A4 وي.
ب. د مقالې منځپانګیزه کتنه
د مقالې علمي- منځپانګیز جوړښت
مقاله لومړی د مجلي د کتنپلاوي لخوا له منځپانګیز اړخه څېړل کیږي. بیا د ژورنال د کتنپلاوي په مشوره د اړوند ډيپارټمنټ یو متخصص استاد ته، د تقریظ او منځپانګیزې ارزوني لپاره استول کیږي. تقریظ ورکونکی ډېر نه ډېر په پنځو کاري ورځو کې مقاله ارزوي او بیا یې د وړاندیز شویو اصلاحاتو او نظریاتو د تطبیق لپاره د ژورنال د کتنپلاوي لخوا ډېر نه ډېر په دوو کاري ورځو کې لیکوال استول کېږي.
د مقالو منځپانګیز معیارونه
- د مقالې سرلیک: بولډ او په : (Bahij Zar) فونټ (د لیک اندازه ۱۴)
- د لیکوال نوم او مشخصات : (Bahij Zar) فونټ (د لیک اندازه ۱۰)
لنډیز
لنډیز د مقالې د منځپانګې لنډه او هر اړخیز خلاصه ده، چې لوستونکي یې له مخې د مقالې اصلي منځپانګه کتلای شي. د سرلیک په څېر، هغه څېړونکي چې د مقالې د کتلو لېوال وي، د منځپانګو او لړلیکونو له ډيټابیس څخه یې ترلاسولای شي. څېړنیزې مقالې باید لنډیز ولري، لنډیز ښايي د مقالې تر ټولو مهم پاراګراف وي، زیاتره خلک د مقالې لوستل د لنډیز له کتو پيلوي، د لنډيز په لوستو سره لوستونکي پرېکړه کوي چې مقاله ولولي که نه، لنډیز باید داسې معلومات په داسې ټکو وړاندې کړي چې د مقالې د لوستو لپاره د لوستونکي لېوالتیا زیاته کړي. لنډیز باید په یوه پاراګراف کې وي او د مسألې بیان ، څېړنموخې، څېړندود او لاسته راوړنې باید ولري.
د کابل پوهنتون د طبیعي علومو مجلې لنډیز باید له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ کلمو دی.
آروییونه
تر لنډيز وروسته له ۵ تر ۷ آروییونه د الفبا په ترتیب سره راځي. په آروییونو کې د عمومي اصطلاح ګانو، جمع حالت او داسې کلمو له کارونې چې پر یوه ځل ترې بېلابېل مفاهیم اخیستل کېږي باید ډډه وشي، په آروییونو کې لنډیزونه(مخفف) توري نه راوړل کېږي. آروییونه له لوستونکو سره مرسته کوي چې ستاسې مقاله په ویبپاڼو کې په اسانۍ سره وموندلای شي.
سریزه
په سریزه کې موضوع معرفي کوئ، لیکنه په سریزې پېلېږي چې د څېړنې څانګړنې او ستونزې پکې بیانېږي، څېړندود او څېړنلار تشرېح کوي. د سریزې د لیکلو پرمهال د دې ټکیو پامنیوی اړین دی.
۱. د څېړنې لپاره غوره شوې موضوع ولې مهمه ده؟
۲. دا څېړنه له پخوانیوهغو سره څه تړاو لري؟ که د دې څېړنې نور اړخونه مخکې وړاندې شوي وي، دا ورسره څه توپیر لري او پر پخوانیو مطالعاتو نور څه ور زیاتوي؟
۳. د دې څېړنې لومړنۍ فرضیې او موخې څه دي او له نظریو سره څه اړیکه لري؟
۴. فرضیې او د څېړنې ډیزاین له یو بل سره څه اړیکه لري؟
۵. د څېړنې نظري او عملي کارونې څه دي؟
یوه ښه سریزه د اړوندو بحثونو او پخوانیو آثارو د لنډیز په کارولو سره دې پوښتنو ته ځواب ورکوي او لوستونکي ته د ترسره شویو کارونو او د هغو د ترسره کېدو د لاملونو په اړه یو څرګند انځور وړاندې کوي (بیک او سیلز ۲۰۰۱).
د موضوع د اهمیت بیاکتنه
د څېړنې اړتیا باید تشرېح شي، هغه کارونه جوت شي چې تر دې په وړاندینیو څېړنو کې نه دي شوي، د بحثونو په وړاندې کولو کې دې له ستونزمنو او پاروونکیو خبرو ډډه وشي، د ستونزې موضوع دې له څېړنموځې سره یو ځای په سریزه کې ځای کړای شي. د پخوانیو اثاور او د تیوریکي او میتودیکي مقالو د بیا کتنې لپاره دې د منځپانګې د اهمیت اړوند دلایل وړاندې شي، دا دې هم جوته شي چې دا مقاله څرنګه په ورته علمي ساحه کې اغېزناکه ثاتبېتېدای شي.
د اړوندو څېړنو تشریح
د اړوندو سرچینو (پخوانیو آثارو) علمي لنډیز دې وړاندې او د نویو اړوندو چارو هغه دې چمتو کړای شي، د اړوندو کارونو مستندونه ځکه اړینه ده چې دا د علمي ژمنتیا څرګندوی او د یوې علمي ټولنې د پراختیا لپاره مهمه ده. په دې برخه کې دې لوستونکي ته واضح شي چې تر دې وړاندې د دې څېړنې نور اړخونه راپورته شوي دي او که نه، دا څېړنه له پخوانیو هغو سره څه توپير لري، استناد او حواله باید د عمومي یا کم ارزښته مسألو پر ځای پر یوې ځانګړې مسألې راټوله وي. د پخوانیو څېړنو د نااړنیو جزیانو د ورکړې پر ځای دې پر اړوند موندنو، متصلو میتودولوژیکي ستونزو او مهمو لاس ته راوړنو تمرکز وشي. د پخوانیو او اوسنۍ څېړنې تر منځ دې منطقي اړیکه څرګنده شي، مسأله دې په پوره وضاحت سره تشرېح شي چې لوستونکي یې په اسانۍ سره درک کړای شي (بیک او سیلز، ۲۰۰۱). هڅه دې وشي چې په لنډيز کې داسې څه نه وي چې یوازې متخصصين پرې پوهېدلای شي.
د څېړنې له ډیزاین سره سم د فرضیو بیان
د مسألې تر معرفي او مخینې تر چمتو کونې وروسته د مسألې د حل لپاره خپل میتود تشرېح کړئ، په تجربي مطالعاتو کې معمولاً دا چاره د فرضیو یا ځانګړیو پوښتنو او د دې د جوتونې له لارې چې له نظریو څخه څرنګه رامنځته شوې او یا له پخوانیو معلوماتو او بحثونو سره څه منطقي اړیکه لر ي. هر منطق په روښانه ډول واضح شي. که ځینې فرضیې یا پوښتنې داسې وي چې د موخې د بیان لپاره مهمې وي او ځينې دویمه درجه وي نو لومړیتوب دې یې بیان کړی شی. دا هم باید تشرېح شي چې د څېړنې ډېزاین د فرضیې د ازموینې یا د پوښتنې د ځواب لپاره د کافي استدلال اجازه ورکوي.
میتود (طریقه)
د میتود برخه په تفصیل سره د څېړنې د تطبیق میتود تشریح کوي، لکه د کارول شویو متغیرونو مفهومي او عملیاتي تعریفونه. بېلابېلې څېړنې پر مختلفو میتودونو ولاړې وي، خو بیا هم د کارول شویو میتودونو بشپړه تشریح لوستونکي ته دا وړتیا ورکوي چې ستاسو د میتود مناسبوالی او د پایلو د اعتبار او باور وړتیا وارزوي. همدارنګه د تجربه لرونکو څېړونکو لپاره د څېړنې د تکرارولو امکان برابروي. که تاسو د اوسنۍ یا پخوانۍ څېړنې نوې نسخه چې په نورو ځایونو کې په تفصیل سره خپره شوې وي، لوستونکی هغو سرچینو ته راجع کړئ او په دې برخه کې یوازې د میتود لنډ لنډیز وړاندې کړئ.
د فرعي برخو معرفي
د میتود برخه په فرعي برخو ویشل دودیز او مناسب دي. دا معمولاً د ګډونوالو یا افرادو د تشریح لپاره یوه برخه او د څېړنې په جریان کې د کارول شویو طریقو د تشریح لپاره بله برخه لري. وروستۍ برخه معمولاً لاندې موارد تشریح کوي: (الف) هر ډول تجربوي مداخلې یا لاسوهنې او د هغوی د تطبیق میتود؛ د بېلګې په توګه، د هغوی د تطبیق لپاره کارول شوي هر ډول میخانیکي وسایل، (ب) د نمونه اخیستنې طریقې او د نمونې اندازه او دقت، (ج) د اندازه کولو طریقې (د کارول شویو وسایلو د ځانګړنو په ګډون) او (د) د څېړنې ډیزاین.
ګډونوالو ځانګړتیاوې
د ګډونوالو مناسبه پېژندنه د څېړنې لپاره ډېره مهمه ده، ځکه دا د موندنو د عمومیت، پرتلنې او د څېړنیزو شواهدو د ترکیب او ثانوي معلوماتو د تحلیل اساس جوړوي. په تېره په ساینس کې دا ډېره اړینه ده.
د نمونه اخیستنې پروسه
د ګډونوالو د ټاکلو طریقې تشریح کړئ چې لاندېتوکي پکې شامل وي: (الف) د نمونه اخیستنې طریقه که چېرې یوه منظمه نمونه اخیستنې پروګرام کارول شوی وي. (ب) د ګډون کوونکو افرادو ته د رسېدنې سلنه او (ج) د هغو ګډونوالو شمېر چې ځانونه یې د نمونې یا سمپل په توګه ټاکلي دي. هغه تنظیمات او ځایونه تشریح کړئ چې معلومات پکې راټول شوي دي، ګډونوالو ته هر ډول ورکړل شوي موافقه او تادیه، له نهادي کتنې بورډونو سره موافقې، مراعات شوي اخلاقي معیارونه او د خوندیتوب د څارنې طریقې تشریح کړئ.
د نمونې اندازه، قدرت او دقت
د ګډونوالو په اړه له تشریحاتو سره یوځای، که جلا شرایط کارول شوي وي، د نمونې اصلاح شوې اندازه او د هغو افرادو شمېر چې په هر شرایطو کې به ځای پر ځای کېږي، وړاندې کړئ. واضح کړئ چې ایا ترلاسه شوې نمونه له پېژندل شویو لارو څخه له په پام کې نیول شوي نفوس سره توپیر لري که نه. پایله او تحلیل باید د نمونې له مجاز حد څخه وړاندې نه وي.
اقدامات او متغیرونه
د میتود په برخه کې هغه معلومات شامل کړئ چې د اقداماتو او متغیرونو لومړني او ثانوي تعریفونه پکې شامل وي، د هغو اقداماتو په ګډون چې راټول شوي خو په دې راپور کې نه دي شامل شوي. د معلوماتو د راټولولو لپاره کارول شوې طریقې تشریح کړئ چې لاندې موارد پکې شامل دي: (لیکلي پوښتنلیکونه، مرکې، لیدنی کتنې) او همدارنګه د اندازه کولو د کیفیت د ښه کولو لپاره کارول شوې طریقې (د ارزونکو روزنه او د اعتبار وړتیا یا د څو لیدنو کتنو کارونه). همدارنګه د کارول شویو وسایلو په اړه معلومات ورکړئ، د هغوی د رواني-اندازه کولو او بایومتریک ځانګړتیاوو او د کلتوري او معلوماتي اعتبار د شواهدو په ګډون.
د څېړنې ډیزاین
د څېړنې طریقه د میتود په برخه کې مشخصه کړئ. ایا موضوعات په مناسبو شرایطو کې ځای پر ځای شوي وو که په طبیعي ډول مشاهده شوي وو؟ که څو شرایط رامنځته شوي وو، ګډونوال څرنګه ټاکل شوي وو، په تصادفي ډول ټاکل شوي وو که نورې طریقې کارول شوې وې. ایا څېړنه د موضوعاتو ترمنځ د یوه طرحې په توګه ترسره شوې وه که د موضوعاتو په منځ کې د یوې طرحې په توګه؟
تجربوي لاسوهنې یا مداخلې
که په څېړنه کې له تجربوي مداخلو یا لاسوهنو څخه ګټنه شوې وي، د هغوی ځانګړی منځپانګه تشریح کړئ. د څېړنې د شرایطو لپاره په پام کې نیول شویو مداخلو یا لاسوهنو جزئیات د کنټرول ګروپونو په ګډون (که وي) ذکر کړئ او د مداخلو (تجربوي لاسوهنو) د ترسره کولو څرنګوالی او وخت تشریح کړئ.
د فورمول د متن اندازه باید د معمولي متن له اندازې سره ورته وي. فورمول باید په منځ کې رلشي او پرله پسې شمېره په ښي خوا کې وي. د مثال په توګه:
a²+b²=c² (۱)
پایلې
د پایلو په برخه کې، راټول شوي معلومات او پر هغوی ترسره شوي تحلیلونه په لنډ ډول ولیکئ. د پایلې اخیستنې د توجیه کولو لپاره، ټول معلومات په کافي جزئیاتو سره راپور کړئ. ټولې اړوندې پایلې د تمې خلاف پایلو په ګډون ذکر کړئ. کله چې تر بحث لاندې نظریه لوی (یا له احصایوي پلوه د پاموړ) وړاندوینې کوي، هڅه وکړئ چې کوچنۍ پایلې (له احصایوي پلوه بې اهمیته موندنې) هم پکې شاملې کړئ. ناراحتوونکې پایلې په حذفولو سره پټې نه کړئ. انفرادي نمرې یا خام (نه
ا پروسس شوي) معلومات، د مثال په توګه د یوه مورد نمونه او تشریحي مثالونه د معلوماتو د شریکولو په روحیه سره (چې د APA او نورو مسلکي ټولنو لخوا هڅول کېږي او کله ناکله د مالي مرستې ورکوونکو سازمانونو لخوا، خام (نا پروسس شوي) معلومات، د څېړنې د ځانګړتیاوو او د تحلیل د انفرادي اغېزو په ګډون کېدای شي په آنلاین بشپړو آرشیفونو کې د ټولو لپاره د لاسرسي وړ وي.
احصاییه او د معلوماتو تحلیل
د معلوماتو تجزیه او تحلیل او د تجزیې او تحلیل څخه د ترلاسه شویو پایلو راپور ورکول د څېړنې اساسي اړخونه دي. د معلوماتو دقیق، بې پرې، بشپړ او واقع بینانه راپور (که کمي وي او که کیفي) باید د ټولو څېړنیزو راپورونو برخه وي. څېړونکي د معلوماتو په تحلیل کې له بې شمېره طریقو څخه ګټه اخلي او تر هغه وخته چې دا طریقه د مطرح شویو څېړنیزو پوښتنو او د راټول شویو معلوماتو له ماهیت سره مناسبه وي، هېڅ یوه طریقه نه غوره کېږي. کارول شوې طریقې باید د تجزیې اصلي موضوع ملاتړ وکړي؛ د هغو فرضیو د نقض په ګډون چې هغوی یې رامنځته کړي او هغوی باید صریح او روښانه لیدلوری وړاندې کړي
فرعي تحلیل
نور ترسره شوي تحلیلونه راپور کړئ، د فرعي او تنظیم شویو تحلیلونوپه شمول ، هغه چې له مخکې ټاکل شوي وو هغه دپلټنې یا سپړنې وړ دي (خو د لومړني تحلیل په کچه تفصیلي نه دي). په آنلاین ارشیف کې د څېړنې د جزئیاتو د ځای پر ځای کولو په اړه غور وکړئ. که چیرې پایلې شتون ولري، د احصائیوي تېروتنو د کچې لپاره د تحلیل په اړه بحث وکړئ.
د ګډونوالو بهیر
د تجربوي او نیمه تجربوي ډیزاینونو لپاره، باید د څېړنې په جریان کې د ګډونوالو (انسانانو، حیواناتو، یا هغه واحدونه لکه د درس ټولګي یا د روغتون وارډونه) د تشریح بهیر باید وي. په څېړنه کې د ټولو ګومارل شویو واحدونو شمېر او په هره ډله کې د ګډونوالو شمېر وړاندې کړئ. د هغو ګډونوالو شمېر وړاندې کړئ چې تجربه یې نه ده بشپړه کړې یا د نورو شرایطو لاندې راغلي او د هغې دلیل تشریح کړئ. په لومړنیو تحلیلونو کې د ګډونوالو شمېر ته پام وکړئ (دا شمېر کېدای شي د هغو کسانو له شمېر سره توپیر ولري چې مطالعه یې بشپړه کړې ده، ځکه چې ځینې ګډونوال ښایي د وروستۍ اندازه کولو لپاره حاضر نه شي یا هغه بشپړه نه کړي).
مهم معلومات
ډاډ ترلاسه کړئ چې د هرې ډلې اساسي ډیموګرافیک او کلینیکي ځانګړتیاوې راپور شوې دي.
احصائیې او د معلوماتو شننه
په تجربوي مداخلو پایلو کې، روښانه کړئ چې آیا شننه د "د تعلیمي موخې په توګه" یا د "عملي کار په توګه" ترسره شوې ده. یعنې آیا ټول ګډونوال، بې له دې چې په رښتیا یې مداخله ترلاسه کړې وه که نه،آیا دغه شرایط یې درلودل چې د معلوماتو په شننه کې ورته تعریف شوي؟ یا یوازې هغه کسان شامل شوي چې په واقعیت کې یې مداخله ترسره کړې وه؟ د خپلې ټاکنې منطقي دلایل راوړئ.
جانبي پېښې
کله چې د مداخلو (دستکاریو) څېړنه کوئ، د ټولو جانبي پېښو (هغه پېښې چې د جدي پایلو لامل شوې وي) جزئیات وړاندې کړئ یا د هغوی اغېزې په هره مداخله ییزه ډله کې راپور کړئ.
۱جدول: د جدول سرلیک (دا د ۱جدول بېلګه ده)
|
|
|
|
حالت |
M(SD) |
LL |
UL |
توري |
|
|
|
شمېرې |
|
|
|
د جدول لنډیز باید د جدول په وړاندې او توضیحات باید د هغې په پای کې راشي. په جدولونو کې احتیاط وکړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې معلومات به د مقالې په نورو برخو کې تکرار نشي. تاسو کولی شئ د جدولونو اندازه د پاڼې له اندازې سره سمه کړئ.
وروسته له دې چې تاسو خپلې موندنې وړاندې کړې، تاسو په دې وضعیت کې یاست چې پرې بحث وکړئ، په تېره د خپلو اصلي فرضیو په پامنیوي. دلته به تاسو پایلې وارزوئ، تحلیل یې کړئ او د هغو څخه به پایله واخلئ. نو د پایلو هر ډول نظري یا عملي اهمیت بیان کړئ (که بحث نسبتاً لنډ او مستقیم وي، ځینې لیکوال غواړي چې دا برخه له موندنو سره یوځای کړي د"موندنو او مناقشې" په نوم یوه برخه جوړه کړي).
د مناقشې په برخه کې لومړی خپلې اصلي فرضیې په روښانه ډول ومنئ یا رد کړئ، په لومړیو او درجه بندي شویو ډولونو ویشل شوې. که ستاسو فرضیې نه وې منل شوې، اړین تفصیلات وړاندې کړئ. ستاسو موندنې باید د نورو سره پرتله شي چې ورته والی او توپیرونه راوسپړل شي، ستاسو د موندنو منطق او د لوستونکي پوهه لوړه شي. له همدی امله، تاسو باید یوازې پخوانۍ ادعاوې تکرار نه کړئ؛ بلکه هرنوی استدلال مو باید د لوستونکي پوهې ته وده ورکړي.
په خپلو موندنو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسئ: (الف) د اشتباه بالقوه سرچینې او نور اندېښنې چې اعتبار یې کمزوری کوي؛ (ب) د اندازه کولو ناکره والی؛ (ج) د ازموینو شمېر؛ (د) د لیدل شوې اغېزې اندازه؛ (ه) د څېړنې محدودیتونه او نور کمزوري ټکي. که کومه مداخله شوې وه، د هغې بریالیتوب، کار کوونکی میکانیزم او بدیلونه باید بحث شي. همداراز په مداخلو کې د خنډونو، توپیرونو او د اصلي پلان او پلي شوي مداخلې ترمنځ توپیرونو باندې بحث وکړئ.
د مناقشې وروستۍ برخه باید د موندنو اهمیت په استدلال او په یوه مدللـه بڼه توضیح کړي. دا برخه کېدای شي لنډه یا اوږده وي، خو باید په بشپړه توګه استدلالي او بسیا وي. تاسو کولای شئ په لنډه توګه بېرته د موضوع اهمیت ته راوګرځئ (لکه څنګه چې په پیل کې بیان شوی وؤ)؛ د فرعي مسائلو ها خوا لوی مسائل هم کیدی شي د څېړنو له موندنو سره اړیکه ولري ؛ او کومې نظریې چې له دې موندنو څخه تایید یا رد شوې.
تاسو کولای شئ لاندې ټکي هم په پام کې ونیسئ:
- د موندنو نظري، کلینیکي یا عملي اهمیت څه دی او د دې توضیح بنسټ څه دی؟ که موندنې باوري او د تکرار وړ وي، د رواني پوهنې کومې واقعي پدیدې کېدای شي له دې موندنو څخه روښانه یا ماډل شي؟ آیا د دې څېړنو پر بنسټ هغوی د عملي کارونې وړ دي؟
د دې موندنو له لارې کومې ستونزې نه دي حل شوې او کوم نوي پوښتنې رامنځته شوې؟ د دې پوښتنو ځوابونه د ستاسو څېړنې اصلي هسته ده او توجیه کوي چې ولې باید لوستونکي، د ستاسوپه تخصصي ساحه کې دننه او بهر ستاسو موندنو ته پاملرنه وکړي. لوستونکي باید روښانه ، مستقیم او واضح ځوابونه ترلاسه کړي.
شکل ۱
د شکلونو شمېرې په متن کې په ترتیب سره وټاکئ. د شکل معلومات باید لاندې (د شکل وضاحت: ۳۰۰) راشي. تاسو کولی شئ د شکلونو اندازه د پاڼې له اندازې سره سمه کړئ.
مننه
د خپلې څېړنې لپاره د مرستو یا مالي مرستو سرچینې (که وي) وښیئ. وروسته له دې، له هغو ملګرو څخه مننه وکړئ چې په مطالعې یا د دې اثر په نقد کې مرسته کړې ده. له هغو کسانو څخه مننه وکړئ چې په مرسته یې د لاسلیک ډولونه کتل، منل، بیاکتنه کړې یاسمون ورکړی، یا هم د ژورنال له هغو اډیټرانو چې دا مقاله په کې خپرېږي. په دې پاراګراف کې د اړوندو څېړنیزو توافقاتو پېژندنه هم تشریح کړئ. د بېلګې په توګه، که لیکوالو په لیکلو کې مساوي ونډه درلوده. دا پاراګراف د شخصي مننې سره ختم کړئ، لکه د څېړنې ترسره کول.
سرچینې
په دې ژورنال کې باید د (Vancouver) څخه کار واخیستل شي.
ج. ادبي بیاکتنه
ادبي بیاکتنه هغه چاره ده چې د هغو پوهانو لخوا ترسره کېږي چې لږ تر لږه د پوهنمل علمي رتبه لري او د ژبې او ادبیاتو په برخه کې یې لږ تر لږه د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وي. د پوهانو د علمي مقالو ادبي بیاکتنه د ادبي معیارونو له مخې، په ځانګړې توګه د مقالو د لیکلو سبک، لیکنښو او د لیکلې ژبې د ګرامرۍ قواعدو ارزونه د مجلې د ایډیټورانو لخوا په( ۱۰) ورځو کې کېږي. د ادبي بیاکتنې پایلې د ( ۱۰) ورځو په ترڅ کې د مقالو له لیکوالو سره شریکېږي.
د مقالې په لیکلو کې باید د هغې د علمي څانګې په پام کې نیولو سره، علمي تخصصي ژبه وکارول شي او هڅه وشي چې د هغې سبک او لیکنه معیاري او له املایي او انشایي تېروتنو پاکه وي. همدارنګه، د لیکلې ژبې ګرامري قواعد او لیکنښې باید په داسې ډول وي چې د روانوالي او پوهېدو وړ وګرځي. کوښښ وشي چې د جملو جوړښت لنډ وي له ناپوهي، تناقض او پېچلتیا څخه مخنیوی وشي. د مقالې پاراګرافونه باید منطقي تسلسل ولري.
۱- د تقریظ ورکونکو لخوا بیاکتنه
دلته له "Double Blind Review System" څخه ګټه پورته کېږي. په دې معنا چې د بیاکتونکو او د مقالې لیکوالو دواړو هویت پټه ساتل کیږي. وړاندیز شوې مقالې به د ایډیټرانو بورډ او د بیاکتونکو بورډ د غړو لخوا بیا وکتل شي. د بیاکتنې دا پړاو به درې څخه تر پنځو ورځو پورې وخت ونیسي. په ځینو استثنایي حالاتو کې، د ایډیټرانو او بیاکتونکو د سپارښتنو له مخې، د همکارانو (بیاکتونکو) لخوا د بیاکتنې دویم پړاو هم پیل کېدای شي.
۲- د مقالې د منلو یا نه منلو په اړه پرېکړه
د یوې مقالې د منلو یا نه منلو په هکله پرېکړه به د بیاکتونکو لخوا ورکړل شویو نمرو د منځني ارزښت پر بنسټ ونیول شي. بیاکتونکي به وړاندیز شوې مقالې د ۱ څخه تر ۵ نمرو پورې طبقه بندي کړي. د خپرولو لپاره، یوه مقاله باید لږ تر لږه ۲.۵ نمرې ترلاسه کړي (دا نمری کېدای شي د بېلابېلو مقالو لپاره توپیر ولري، او ځینې مقالې به د لوړو نمرو غوښتونکې وي). خو که یو ایډیټر یا بیاکتونکی د یوې مقالې خپرول مناسب و نه بولي، ممکن نوموړې مقاله، حتی که د ۲.۵ څخه لوړې نمرې ترلاسه هم کړې وي، رد شي.