د مجلې د تخصصي فعالیت ساحه
د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي ــ څیړنیزه مجله د چاپریال ساتنې،کیمیا ، بیولوژي ، فزیک ، ریاضیات ، د وترنری علومو، ځمکپوهنې،کرنې ، معلوماتي تکنالوژي ، کمپیوټر ساینس ، انجنري او فارمسي په برخو کې فعالیت لري. د ټول هغه پوهنځي چې د طبیعي علومو په ساحه پورې اړه لري، دا مجله یې علمي او معیاري مقالې مني.