د طبیعی علومو د مجلې لپاره د علمي-څېړنیزو مقالو بلنه!

د کابل پوهنتون د علمي مجلو او ژورنالونو آمریت د طبیعي علومو ملي مجلې چې د لوړو زده کړو وزارت سره په  (RSTD-GNJR-004-22) شمېره ثبت ده، د اووم دور، د ١٤٠٣ کال د څلورمې ګڼې لپاره علمي-څېړنیزې مقالې مني.

ټول استادان، لیکوالان، څېړونکي او پالیسي جوړونکي کولای شي د ١٤٠٣ کال د سلواغې 10 نېټې پورې د طبیعی علومو په برخه کې خپلې مقالې راولېږي.

هیله کېږي چې درانه څېړونکي خپلې مقالې د کابل پوهنتون د علمي مجلو او ژورنالونو د آمریت د علمي مقالو د لیکلو لارښود سره چمتو او د دې مجلې د سایت له لارې را وستوئ.

د مقالو د منلو وروستۍ نېټه د ١٤٠٣ کال د سلواغې 10 نېټه ده.