د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي – څېړنیزه مجله  یوازې د طبیعي علومو په برخه کې خپرېږي او موخه یې د څېړنپایلو د خپراوي په بهیر کې اساني رامنځته کول دي. د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د علمي مجلو او ژورنالونو امریت، د کیفیت، اصالت او نوښت له پلوه د ټاکل شویو شرطونو او معیارونو له مخې، د مقالو او څېړنو د بیا کتنې او ارزونې (Double Blind Peer Review) مسؤولیت لري. دا مجله په هرو درېو میاشتو کې یو ځل په انلاین بڼه خپرېږي.