د ادبي غلا پالیسي
د کابل پوهنتون د مجلې او علمي ژورنالونو آمریت د علمي غلا (ادبي سرقت) پر وړاندې یو روڼ او جدي پاليسي لري. که د یوې مقالې د منځپانګې د ورتهوالي کچه له ۲۰ سلنې زیاته وي، نو مقاله به سمدستي رد شي او د لیکوال نوم به په داخلي لېست کې ثبت شي. که همدا لیکوال دویم ځل هم، که څه هم د مختلف عنوان لاندې، یوه مقاله چې غلا شوې منځپانګه لري، ژورنال ته راواستوِي، نو د هیئت تحریر بورډ به ورسره ټولې اړیکې پرې کړي. په دغه حالت کې، ژورنال به د یاد لیکوال ایمیلونو، تیلیفوني اړیکو یا نورو لیکلي غوښتنو ته هېڅ ډول ځواب ور نه کړي او د هغه لیکوال هېڅ مقاله به هیڅکله د دې ژورنال له لورې د خپرولو لپاره ونه منل شي.