د مقالې اصلي محتوا

خلاصه

د علومو پرمختګ او ښکلا د افکارو په تبادلو او مباحثو کې نغښتې، په پوهنتونونو کې دا ډول غونډې استاد او محصل ته د نوښت، ځانباورۍ او پراخې مطالعې لرلو وس ورکوي، له چپټري زده کړو څخه یې باهدفه او په پایلو ولاړو زده کړو ته رابولي، یو بل ته د وړ او پر کار پوه کسانو د علمي تجربو، افکارو او مشاهدو لېږد ترسره کېږي. د کره کتنې له اړخه په پنځونو او څېړنو تاوده بحثونه رامنځته کېږي، د استاد او محصل د استعداد پوښلې جزیرې پرانیستل کېږي او په دوی کې د جرأت، فصاحت او منطق قوه پیاوړې کېږي، همدا راز د زده کړې پروسه ګټوره کېږي او بالاخره د یوې ژبې پر علمي، فرهنګي او ادبي بډاینې سربېره، پیاوړی او بسیا تحصیلي نظام رامنځته کېږي.  په پوهنتونونو کې د دې ډول غونډو په مؤثریت منظمه څېړنه نه وه شوې، چې دلته د کمپوزیټ میتود په څېړنیز ډول د دې ډول غونډو مؤثریت ښه روښانه شوی.

کلیدي ټکي

علمي او ادبي بحث د علمي او ادبي بحثونو مؤثریت د عالم ارزښ اکاډمیک مسئولیت

د مقالې جزئیات

څنګه استناد وکړو
حکیمي ر. ا. . (2025). په پوهنتونونو کې د علمي، فرهنګي او ادبي غونډو اغېزمنتیا. د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي ــ څېړنیزه مجله , 6(2), 302–313. https://doi.org/10.62810/jns.v6i2.379
د ارجاع داونلوډ
Endnote/Zotero/Mendeley (RIS)
BibTeX

ماخذونه

  1. الفت، ګل پاچاه. (۱۳۸۷). د الفت نثري کلیات، د محمد اسماعیل یون سریزه او راټولونه، پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
  2. حکیمي، رحمت الله. (۱۴۰۰). د زړه خبرې، کابل: مستقبل خپرندویه ټولنه.
  3. درسوال، مولوي محمود. (۱۳۸۹ ل). اسلامي اخلاق: د پوهنې مطبعه.
  4. رازقی، شاهد حسن. (۱۳۸۸). د سیدجماالدین افغان اند او ژوند، د عبدالمالک همت ژباړه، کابل: مستقبل خپرندویه ټولنه.
  5. رفیع، حبیب الله. (۱۳۹۱). د زمانې پلونه، پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.
  6. رفیع، حبیب الله. (۱۳۹۶ل). ملي کرښه، کابل: امان خپرندویه ټولنه.
  7. غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۸). څراغ، دویم چاپ، جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.
  8. غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۳). کلتور او ټولنه، جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.
  9. کابل مجله. (۱۳۵۶). علمي، ادبي، اجتماعي، فلسفي او هنري میاشتنۍ مجله، لومړی ګڼه، (د افغاني سیدجمال الدین د اتیاتیم تلین افتتاح غونډه کې د محمد صدیق روهي وینا)، پښتو ټولنه، کابل: افغانستان.
  10. ناګار، فضل ولي. (۱۳۹۷). معاني، پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.
  11. هاشمي، سید اصغر. (۱۳۹۸). ژبنۍ او ادبي څېړنې (د کابل پوهنتون د Ph. D سکالروانو مقالې)، ننګرهار: هاشمي خپرندویه ټولنه.