د مقالې اصلي محتوا

خلاصه

حجروي سکلېټ د پروټیني رشتو یوه شبکه ده چې د ایوکریوټیک حجرې د سایتوپلازم په داخل کې د حجروي غشا له یوې خوا تر بلې غځېدلی دی. د حجروي سکلېټ اصلي دنده حجرې ته د ټاکلې بڼې ورکولو تر څنګ د حجروي نظم، پیاوړې ساتنې، د حجرې په داخل کې د موادو لېږدونه، حجروي وېش، د اورګانیلونو استونه او همدارنګه د حجرې د حرکت دنده پر غاړه لري. حجروي سکلېټ د درې ډوله بېلابېلو رشتو: مایکروټیوبولونو، مایکرو یا اکټین فیلامنټونو او متوسطو رشتو څخه جوړ شوی دی. د حجروي سکلېټ درې ګونې رشتې د اندازې او پروتینو د جوړښت له مخې یو له بله توپیر لري. مایکروټیوبول یې تر ټولو لویه او مایکروفیلامېټ یې تر ټولو کوچنی رشته ده. مایکروټیوبول او مایکروفیلامېټ رشتې فایبري شکل لري چې د فرعي واحدونو څخه جوړ شوي دي او په چټکتیا سره د انقباض او انبساط وړتیا لري.

کلیدي ټکي

مایکروټیوبول منځنۍ رشت مايكروفي مېنټ سپېنډل فایبر ټیوبولین

د مقالې جزئیات

څنګه استناد وکړو
همدرد م. ح. (2020). د حجروي سکلېټ جوړښت او په حجره کې یې د رول څېړنه. د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي ــ څېړنیزه مجله , 3(2), 117–128. https://doi.org/10.62810/jns.v3i2.157
د ارجاع داونلوډ
Endnote/Zotero/Mendeley (RIS)
BibTeX

ماخذونه

  1. D. A. Fletcher and R. D. Mullins, “Cell mechanics and the cytoskeleton,” Nature. 2010, doi: 10.1038/nature08908.
  2. G. Forgacs, S. H. Yook, P. A. Janmey, H. Jeong, and C. G. Burd, “Role of the cytoskeleton in signaling networks,” J. Cell Sci., 2004, doi: 10.1242/jcs.01122.
  3. H. L. May-Simera and M. W. Kelley, “Cilia, Wnt signaling, and the cytoskeleton,” Cilia. 2012, doi: 10.1186/2046-2530-1-7.
  4. J. Rajeswari and G. Pande, “The significance of α5β1 integrin dependent and independent actin cytoskelton organization in cell transformation and survival,” Cell Biol. Int., 2002, doi: 10.1006/cbir.2002.0964.
  5. J. W. Gooch, “Cytoskelton,” in Encyclopedic Dictionary of Polymers, 2011.
  6. K. Weber and M. Osborn, “The cytoskeleton,” National Cancer Institute Monograph. 1982, doi: 10.3109/9780203503249-22.
  7. P.S.VERMA and V.K.AGARWAL, Cell Biology, Genetics, Molecular Biology.Evolution and Ecology, First. New Delhi: S.CHAND, 2008.
  8. P. H.Raven, G. B.Johnon, J. B.Losos, and S. R.Singer, Biology, 7th ed. New Delhi: Tata McGrew-Hill, 2007.
  9. R. G. White and D. A. Barton, “The cytoskeleton in plasmodesmata: A role in intercellular transport,” Journal of Experimental Botany. 2011, doi: 10.1093/jxb/err227.
  10. S. D. Li Yao, Wu Chaoqun, CELL BIOLOGY, Second. Fudan press, 2012.
  11. W. Choi, J. Yi, and Y. W. Kim, “Fluctuations of red blood cell membranes: The role of the cytoskeleton,” Phys. Rev. E - Stat. Nonlinear, Soft Matter Phys., 2015, doi: 10.1103/PhysRevE.92.012717.